Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پر پوځي روغتون د برید څرنګوالی د ژغورل شویو له خولې

په دغې پېښې کې یو شمېر ګیرپاتې او د ملي پوځ یو شمېر پوځيان په دغه روغتون کې د بریدګرو له احتمالي ځای پر ځای کېدو خبرې کوي.

د دغې پېښې د شاهدانو په وینا،له چاودېدونکو توکو څخه ډک یو موټر دننه د دغه روغتون د عمومي دروازې ته‎څېرمه چاودوي.

خو وروسته د دغه روغتون په دویم پوړ کې هم یو بله چاودنه کېږي.

خو د ملي دفاع وزارت تراوسه نه پوهېږي چې دغه ترهګر څرنګه توانېدلي چې دغه روغتون ته ننوځي.

د سردار محمد داوود خان د روغتون په سیمه کې ملي اردو د تلاشۍ څلور پوستې لري.

د ملي پوځ سرتېری غلام یحیی وايي:«شونې ده چې څوک لاس ولري هغوی(بریدګر)یې د روغتون له شا لارې څخه دننه کړي وي.ځکه چې له دې خوا په هېڅ ډول شونې نه ده چې ننوځي.»

د ملي اردو سرتېری غلام یحیی د دې پېښې په اړه بل ډول کیسه کوي.

د طلوع نیوز د خبریال ولي آرین په وینا له واټ څخه تر روغتونه لږترلږه لس دقیقې لاره ده ترڅو د روغتون ودانۍ ته ورسېږې، هغه ځای ته چې بریدګر په‎کې ځای پرځای شوي وو.

هغه لارې چې شکمنې دي، یعنې د روغتون په ختیځ کې دروازه ده، د دغه روغتون یو ډاکتر درې ساعته د مرمیو تر باران لاندې ګیر شوی وه.

ډاکتر ایمل په محمد داوود خان روغتون کې د ډاکتر مرستیال دی چې د روغتون پر بام پټ شوی وه.

ډاکټر ایمل په دې اړه د خپلو سترګو حال داسې بیانوي:«په هغه پوړ کې چې زه وم د هغه لاندې هم ځانمرګي کېدل او د لاسي بم غږ اورېدل کېده،د ډزو غږ له حده زیات وه.»

هغه زیاته کړه:«دوی مخکې ځای پر ځای شوي وو.دوی چې وايي له شاتنۍ لارې څخه راغلي هغه له شا تړلې ده.کله‎چې له شاتنۍ لارې څخه راغلي وي ولې روغتیايي رییس ته ولاړ نه،هغه یې ولې ونه واژه؟ولې روغتون ته راغلل.»

د روغتون د شاوخوا امنیت په امنیتي برجونو سره ساتل کېږي. دا پيښه نور اړخونه هم لري.

د سرچینو په وینا په دغه برید کې د ۳۸ پوځیانو او ۱۲ ملکي کسانو په ګډون ۵۰ تنه وژل شوي دي.

همداراز د ۶۱ پوځیانو په ګډون ۹۱ نور ټپيان شول.د داعش ډلې بریدکوونکي ۵ تنه وو چې درېیو افغان او دوو تاجیکستاني وګړو دا برید ترسره کړی دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري څرګنده کړه:«باید څېړنه وشي ولیدل شي چې دغه کسان له کوم ځای او له کومې لارې راغلي چې په سوېلي دروازه کې یې چاودنه وکړه.خو ځان ته یې له دروازې څخه بهر نه دننه په دروازه کې »

تراوسه د دغه برید کره څرنګوالی مالوم نه دی او په دې اړه ډېرې پوښتنې شتون لري چې تراوسه دولتي چارواکو هم څه نه دي ویلي.

د محمد داوود خان څلورسوه بستریز روغتون په پټو کمرو هم سمبال دی، خو وبه لیدل شي چې د دغه برید څرنګوالی به له خلکو سره شریک شي او که به پټ پاتې شي.

شریک یي کړئ