Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پنټاګون:طالبان او دحقاني شبکې غړي پاکستان کې په ازاده تګ راتګ کوي

پنټاګون د امریکا کانګرس ته یوه تازه رپوټ کې ویلي چې افغانستان له داسې ترهګرو سره مخ دی چې له افغانستانه بهر، ځواکمن او پلانونه ورکول کېږي.

په دغه رپوټ کې ویل شوي د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې، القاعده، حقاني شبکه، لښکر طیبه، د پاکستاني طالبانو تحریم، داعش او د ازبکستان اسلامي جنبش پټن‎ځایونه دي او د دغو ډلو پټن‎ځایونه د پاکستان په سرحدي سیمو کې دي.

په ورته وخت کې د پاکستان یوه مشهور خبریال احمد رشید هم په خپله یوې مقاله کې، په پاکستان کې د ترهګرو د پټن‎ځایونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د دغه هېواد پوځ هغو ترهګرو سره جګړه کوي چې پاکستان ته ګواښ رامنځته کوي.

پاکستاني خبریال ویلي د پاکستان پوځ هغو ډلو ته چې په نوور ځایونو کې جګړه کوي لکه افغان طالبان، هغوی ته ځای ورکوي.

د مقالي په یوې خبره کې راغلي دي:« له طالبانو څخه د پاکستان ملاتړ د دې لپاره دی چې په افغانستان کې د هند د شته‎والی مخنیوی وکړي او دغه راز د افغانستان هر ډول راتلونکې سیاسي هوکړه کې نفوذ ولري. خو داسې نښې نه لیدل کېږي چې اسلام اباد د سولې خبرو لپاره کوم څه وکړي.»

خو، پاکستان یوازینی هېواد نه دی چې پنټاګون په خپل تازه رپوټ کې پرې نیوکه کړې.

د امریکا دفاع وزارت باور لري چې روسیه په افغانستان کې د امریکا هڅې ننګوي او ایران هم له طالبانو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.

د پوځي چارو کارپوه محسن مختار په دې اړه وویل:«روسیه غواړي لکه څرنګه چې په خپله په افغانستان کې ماته شوه، امریکا ته هم په دغه هېواد کې ماته ورکړي.»

تر دې وړاندې هم روسیه او ایران طالبانو نه په ملاتړ تورن شوي. خو دغو دواړو هېوادونو دا تورونه بې بنسټه بللي.

شریک یي کړئ