Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په افغانستان کې د ملکي کسانو مرګ ژوبلې په اړه اندېښنې

په داسې حال کې چې د هېواد په بیلابیلو برخوکې جګړې او تاوتریخوالی د امنیتي ځواکونو ترڅنګ له ملکي کسانو څخه هم مرګ ژوبله اخلي، د کابل ایمرجنسي روغتون چارواکي وايي چې یواځې په کابل کې دغه روغتون ته په تېرو ۶ میاشتو کې ۱۵۹۲ ټپیان وروړل شوي چې له ډلې یې۳۳ سلنه تر ۱۴ کلونو لاندې عمر لرونکي کسان وو.

یوازې د روښنايي خوځښت د لاریون پرمهال د بریدونو ۴۰تنه ټپیان په دې روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

فوزیه د هاوان مرمۍ خولۍ له امله ټپي شوې ده او خپلې پښې یې له لاسه ورکړې دي.

د فوزیې نیا، فاطمه وايي:"په کور کې مو د هاوان مرمۍ وه، زموږ ورته پام نه وه دې جلۍ پرې لوبې کولې چې مرمۍ وچاودېده او پښې یې پرې شوې، بله لمسۍ مې ټوټه ټوټه شوې چې راټوله مو نشوه کړی."

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون یوه چاواکې وايي:"په تېرو شپږو میاشتو کې موږ یوزر او پنځه سوه او دوه نوي ټپیانو درملنه کړې ده. چې دري دیرش سلنه يې تر څوارلسو کلونو لاندې عمر لرونکي ماشومان وو. هغوی د ماین او یا توغندیو له امله ټپیان شوي دي."

د طب پوهنځي د یوه تن محصل عبدالله ضمیري کورنۍ چې زوی یې د روشنايي خوځښت لاریون پرمهال د ځانمرګي برید په پایله کې له لاسه ورکړی دی، د امنیت غوښتنه کوي.

د عبدالله پلار، عبدالخلیل څرګندوي:"زوی مې راته وویل چې خپل حق اخلم او د هغې لپاره لاریون ته ځم هغه لاړ او مړی یې ماته راوړ. ترڅو به زموږ ځوانان وژل کېږي. عبدالله نور فارغه کېده خو پرې یې نښودو چې درسونه یې خلاص شي."

د عبدالله مور لا هم د خپل زوی په وېر کې اوښکې تویوي خو بل زوی یې لا هم په بستر کې ټپي دی.

د عبدالله ضمیري مور، صفیه وايي:"په زرګونو ستونزو او اقتصادي مشکلاتو مې زوی لوی کړ او کابل ته مې ولیږه چې درس اوايي او شخصیت شي خپلې ټولنې ته خدمت وکړي."

سره له دې چې ملګرو ملتونه او نورو بنسټونو تل په افغانستان کې په جګړه کې له ښکیلو غاړو غوښتنه کوې تر څو د نښتو پرمهال ملکې کسانو ته د زیان مخنیوی وکړي خو بیا هم ملکي کسان خوندي نه دي.

د یوناما رپوټ، چې د دوشنبې په ورځ خپور شو ښيي چې د روان کا ل په لومړيو شپږو مياشتو کې۵ زره ۱۶۶تنه ملکيان وژل شوي او ټپيان شويدي چې دا د تېر کال په پرتله ۴ سلنه زیاتوالی ښیې.

راپور کې راغلي دي:« د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ له لومړۍ نيټې څخه، چې ملګرو ملتونو د ملکي تلفاتوثبتول پيل کړيدي د ۲۰۱۶ کال د جون تر۳۰ مې نيټې پورې ټول ټال ۹۳۴،۶۳ تنو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۹۴۱،۲۲ تنه يې وژل شوي او ۹۹۳،۴۰ تنه نورپکې ټپيان شويدي.»

راپور کې همداراز زیاته شوې ده، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ د جون مياشتې تر پايه پورې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونودمرستندويه پالوي )يوناما( د
بشري حقونو څانګې د ۱۶۰۱ تنو وژنه او د ۳۵۶۵ تنه نورو ټپي کيدنه ثبت کړيده. دملکي تلفاتو داکچه د ۲۰۱۵ کال د لومړيو شپږو مياشتو پرتله څلور په سلو کې زياتوالی ښيي. په دې توګه دا له ۲۰۰۹ کال راهيسې د شپږمياشتنيو دورو په ترڅ کې د ملکي تلفاتو تر ټولو لوړه کچه ده.

راپور وړاندې کاږي چې د سږکال په ملکي تلفاتو کې ۱۵۰۹ تنه ماشومان هم شامل دي )۳۸۸ تنه مړينه او۱۱۲۱ ټپيان( - چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرهغه ويرونکی او د شرم وړ" شميره بولي، چې دا له ۲۰۰۹ کال راهيسې د شپږو مياشتو په موده کې د ماشومانوتر ټولو ډيره مرګ ژوپله اوښتې ده.

د دغه راپور پر اساس:" د ښځو مرګ ژوبله ۵۰۷ تنه وو چې له ډلې یې۱۳۰ وژل شوي او ۳۷۷ ټپيانې شوي دي. د شمېرو د جمع کولو د تحليل د ډول محدوديتونو او د پيښو د قربانيانو د جنسيت د تشخيص په برخه کې محدوديتونو ته په کتو سره، ويلی شوچې د ميرمنو تلفات قطعا په مکمل ډول نه دي رپوټ شوي. "

په داسې حال کې چې د هېواد په بیلابیلو برخوکې جګړې او تاوتریخوالی د امنیتي ځواکونو ترڅنګ له ملکي کس

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه