Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې پر ترهګرو څه باندې ۲ زره بمونه غورځول شوي

د روان زیږدیز کال له پیل نه؛ د افغانستان په بېلابېلو برخو کې څه باندې دوه زره بمونه غورځول شوي دي.

د امریکا هوايي ځواکونو یوازې په تېرې یوې میاشت کې په افغانستان کې پر ترهګرو ۵۰۰ بمونه غورځولي دي چې دا په تېرو پنځو کلونو کې بې‎‎مخینی شمېر دی.

د امریکا د هوایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ شمېرې ښيي، چې د ۲۰۱۷  کال پیل نه تر اوسه؛ پر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو څه باندې دوه زره بمونه غورځول شوي دي. دا شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره دي.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ترهګرو د ځپلو په برخه کې هوایي بریدونه غوره لار دي.

په تېره یوه میاشت کې د امریکا هوايي ځواکونو په افغانستان کې ۵۰۰ بمونه پر ترهګرو غورځولي دي چې دا شمېر په تېرو پنځو کلونو کې بې مخینې بلل شوی دی.

دا بریدونه د افغانستان په اړه د واشنګټن د نوې تګلارې له اعلان وروسته زیات شوي دي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال وايي واشنګټن به تر هغه وخته په افغانستان کې پاتې شي چې په دې هېواد کې د ترهګرۍ ګواښ له منځه ولاړ شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وویل:« امریکا به تر هغه وخته په افغانستان کې پاتې شي چې هلته د ترهګرۍ ګواښ د تل لپاره منځه یوسي، موږ ډېرې بریاوې لرلې دي او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې زموږ اراده د بل هر وخت په پرتله پياوړې ده، زه تاسو ته ډاډ درکوم چې موږ به یوځای د یوه اولس په شان د ترهګرۍ سرطاني دانه د ځمکې له مخه له منځه یوسو.»

د ترهګرو ډلو په ځپلو کې د هوايي بریدونو زیاتوالی ډېر اغیزمن بلل کېږي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي:«که‎چېرې موږ په خپلو ځمکنیو عملیاتو کې له ستونزو سره مخ شو له هوايي عملیاتو څخه کار اخلو او بهرني ځواکونه هم په دغه کار کې له موږ سره مرسته کوي.»

خو یوه مهمه غوښتنه دا ده چې په هوايي عملیاتو کې د ملکي خلکو خوندیتوب ته باید جدي پام وشي.

د ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي بیا وايي:«که‎چېرې دغه عملیات په دقیقه توګه ترسره شي ډېر ښه دي له هغې څخه پرته د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې لامل کېږي چې ناوړه پایلې لري.»

له بلخوا دغو هوایي بریدونو د کندز او هلمند د جګړې وضعیت ډېر بدل کړی دی.

د کندز امنیه قومندان عبدالحمید حمیدي په دې اړه وویل:«د هغوی جنګي ماشین له منځه تللی دی، د تېښتې په حال کې دي او موږ رپوټ لرو چې له ایران او نورو هېوادونو ته د تېښتې په حال کې دي.»

درې ورځې مخکې د نورستان ولایت پر برګ متال ولسوالۍ د طالبانو د ډله‎ییز برید په شاتمبولو لپاره هوايي بریدونه هم ډېر اغیزمن بلل شوي دي. د پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د زیانمنونکو سیمو د پرځېدو د مخنیوي او ترهګرو د ځپلو لپاره د دغه راز بریدونو دوام مهم بلل کېږي.

شریک یي کړئ