Normal
۰
false
false
false
MicrosoftInternetExplorer4
د بهرنیو چارکو سرپرست وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني ګواښ کوي کهچېرې د حکومت په سیاسي جوړښت کې بنسټيز اصلاحات رامنځته نهشي، د افغانستان د تېرو ۱۵ کلونو لاسته راوړنې به له ګواښ سره مخ شي.
هغه چې بدخشان ولایت ته تللی وه، نن (دوشنبې د تلې په ۲۴ مه) په یوه ولسي غونډه کې وینا وکړه.
ښاغلي رباني په دې اړه وویل:«په هغه صورت کې چې سیاسي نظام ونه کړای شي د خلکو حقو غوښتونو ته ځواب ورکړي، خلک حق لري چې د نظام د اصلاح لپاره، د اساسي قانون پر بنسټ د بدلون غوښتونکي شي. او موږ د افغانستان جمعیت اسلامي، د هېواد په سیاسي جوړښت کې د اصلاحاتو موضوع له مخکې جدي، تعیقبوي.»
په دې لړ کې د دفاع پخوانی وزیر بسم الله محمدي، هم په دغې غونډه کې ګډون درلود، طالبان یې جنایت کاره او د پاکستان مزدور بولي او د دغې ډلې پر ځپلو ټينګار کوي.
بسم الله محمدي د جمیعت اسلامي ګوند او د حراست او ثبات شورا د مشرتابه اغړی، ځينې کړۍ د راتلونکو ټاکنو پر مهندسۍ تورن وي او غواړي چې د ټاکنو کمېسیونونو مدیران لیرې کړل شي.
هغه په دې اړه څرګنده کړه:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون، ای کاش په تېر کې خپلواک وې؛ د خپلواکۍ کلمې پر ویلو سره موږ شرمېږو چې د ټاکنو کمېسیون ته یې ووایو! نن هم په دغه کمېسیون کې مهندسي کوي چې بیا هم په پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو کې درغلي وکړي. »
د جمعیت اسلامي ګوند له دې وړاندې حکومت یې د واک پر انحصار تورن کړی وه، او د دې سربېره د نورو اصلاحاتو راوستل، د ملي امنیت د سلاکار او د امنیتي بنسټونو د مشرانو لیرې کول غوښتي وو؛ کله څرنګه چې صلاح الدین رباني ګواښ کړی کهچېرې حکومت د جمعیت اسلامي غوښتنې ونه مني، د جمعیت اسلامي مشرتابه غړي به بله پرېکړه وکړي.
/* Style Definitions */
table.MsoNormalTable
{mso-style-name:"Table Normal";
mso-tstyle-rowband-size:0;
mso-tstyle-colband-size:0;
mso-style-noshow:yes;
mso-style-parent:"";
mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt;
mso-para-margin:0in;
mso-para-margin-bottom:.0001pt;
mso-pagination:widow-orphan;
font-size:10.0pt;
font-family:"Times New Roman";
mso-ansi-language:#0400;
mso-fareast-language:#0400;
mso-bidi-language:#0400;}