Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په عمان کې د سولې د خبرو اترو شپږمه څلور اړخیزه غونډه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ټاکل شوې ده په عمان کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا څلور اړخیزه شپږمه غونډه ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني طلوع نیوز ته وویل چې په دغې غونډه کې، د دغو هېوادونو سیاسي مرستیالان به ګډون وکړي او د دغو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان د ژمنو د پلي کولو په څرنګوالي به بحث او خبرې اترې وکړي.

ویل کېږي چې د سولې د عالي شورا استازی به هم په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

ښاغلي مستغني په دې اړه زیاته کړه:«د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له یوه پلاوي او د سولې د عالي شورا له یوه استازي سره عمان ته ولاړل. دغه د دوشنبې په ورځ جوړېږي؛ موخه هغه ژمنې دي چې پاکستان په تېرو غونډو کې پرې ژمنه کړې وه.»

له دې وړاندې کابل، اسلام باد، بیجینګ او واشنګټن، له طالبانو سره د سولې او له اداري فساد سره د مبارزې لپاره پنځه غونډې ترسره کړې وې او همدارنګه د سولې د لارې نقشه هم ترسیم کړې وه، خو له دغو غونډو وروسته پاکستان د ژمنې په ماتېدو تورن شو چې دغه هېواد له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې خبرو اترو ته د طالبانو د کاږلو لپاره همکاري نه ده کړې. له همدې امله دغه بهیر ودرول شو.

د نړیوالو اړیکو کارپوه محب اشرف په دې اړه څرګنده کړه:«غوره دا ده چې په دې غونډه کې ژمنه وشي چې عملاً د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کېږي.»

له دې ټولو سره، په ولسي جرګه کې استازي دغو غونډو ته هیله من نه دي.

د مشرانو جرګې غړی عبدالرحمن اچکزی په دې اړه وايي:«حکومت باید مالومه کړي چې دغه غونډې څه وخت پایله ورکوي.»

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین ترمنځ د سولې لومړنۍ غونډه په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د اسیا د زړه غونډې په څنډه کې ترسره شوه. له هغې وروسته دغو هېوادونو څلور نورې غونډې په کابل او اسلام باد کې ترسر کړې چې کومه ځانګړې پایله یې نه ده لرلې.

شریک یي کړئ