Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په مزار کې د جنرال دوستم د لېږد الوتکې ته د ناستې اجازه ور نه کړل

سرچینې نن (سې‎شنبې د چنګاښ په ۲۷ مه) طلوع نیوز ته ویلي چې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د مولانا جلال الدین محمد بخلي هوايي ډګر کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د لېږد الوتکې ته د ناستې اجازه ور نه کړه.

سرچینې زیاتوي چې جنرال دوستم تېره شپه غوښتل مزارشریف ښار ته ولاړ شي،خو د دغه هوايي ډګر چارواکو دغې الوتکې ته د ناستې اجازه نه ده ورکړې او هغې ته یې لارښونه وکړه چې د کابل په هوايي ډګر کې کېني.

سرچینې وايي چې د جنرال دوستم د لېږد الوتکه د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد کې ناسته کړې او ټاکل شوې ده د ځمکې له لارې هېواد ته راستون شي.

په همدې حال کې، د ملي جنبش ویاند بشیر احمد ته‎ینج د جنرال دوستم راستنېدل ردوي.

کابو شپږ ورځې وړاندې، په لویه‎څارنوالۍ کې یوه سرچینې د دې پخلی وکړ چې د جنرال دوستم او ساتونکو یې د جنسي ناوړه چلند دوسیه د دغه بنست له خوا سترې محکمې ته استول شوې ده.

که‎څه هم دغه دوسیه موده وړاندې استول شوې ده، خو د هغه خبر اوس رسنیو ته رسېدلی.

جنرال دوستم او څو ساتونکي یې په دې تورن دي چې د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره یې ناوړه جنسي چلند کړی دی.

ویل کېږي چې هغه د درملنې لپاره کابو دوو میاشتو لپاره ترکیې ته سفر کړی دی.

منابع می‎گویند که میدان هوایی مزارشریف به هواپیمای جنرال عبدالرشید دوستم، معاون نخست رییس‏‌جمهور اجازۀ نشست نداد و این هواپیما در شهر عشق آباد، پایتخت ترکمنستان، نشست کرد.

شریک یي کړئ