Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په هرات کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید په ترڅ کې ۱۶ تنه وژل شوي

د هرات په زیر کوه ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید په ترڅ کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۶ ولسي وګړي وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه برید په پایله کې د قربانیانو کورنۍ وايي چې تېره ورځ مازدیګر د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو الوتکې د هغوی څو کورونه بمبارد کړل.

د هرات د والي ویاند هم د هوايي برید په ترڅ کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پخلی کوي او وايي چې د  دغې پېښې د څېړلو لپاره د هېواد د ملي امینت شورا له خوا پلاوی ټاکل شوی دی.

خو د پرېکنده ملاتړ ماموریت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په اوسني وخت کې د دغه هوايي برید ۴ ټپيان د هرات په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي، د ټپيانو خپلوان ادعا کوي درېیو الوتکو یې پر کلي برید وکړ چې له امله یې څو ملکي کسان مړه او ټپيان شول چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

د زیر کوه ولسوالۍ اوسېدونکی مومن شاه وايي:«الوتکو یو بم د طالبانو پر پوستې وغورځوه، او وروسته طالبانو د خلکو کورونو پناه یوړه، په همدې حال کې د کلي خلکو خپل کورونه پرېښودل او د کلي شاوخوا ځمکو ته ولاړل او همدا مهال الوتکې د ښځو او ماشومانو په منځ کې بم وغورځوه.»

د زیر کوه ولسوالۍ بله اوسېدونکې امنه وايي:«زموږ د کورنۍ ۱۵ تنه وژل شوي چې ټول یې ټوټه ټوټه شوي دي، څلور تنه مو روغتون ته لېږدولي، زموږ دوه تنه ټپيان هم روغتون ته له رسېدو وړاندې ساه ورکړه.»

له بلخوا د هرات روغتون ویاند هم وايي د پېښې یو شمېر ټپيانو په روغتون کې ساه ورکړه.

د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزي څرګنده کړه:«دوه ماشومان او دوه ښځې په ټپيانو کې شاملې دي خو یوه شپږ کلن ماشوم چې شدید ټپي شوی وه ساه ورکړه.»

خو د هرات د والي ویاند وايي په دغو هوايي بریدونو کې د طالبانو یوه اډه په نښه شوې وه چې دغه مرکز ویجاړ شوی دی.

نوموړی دا مني چې په دغو بریدونو کې ملکي خلکو ته هم زیان رسېدلی دی.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل:«د دغو هوايي بریدونو په پایله کې د طالبانو د دوه سیمه‎ییزو قومندانانو په ګډون ۱۵ تنه طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور یې پټيان شوي، او همدارنګه هغه ۱۹ تنه چې د طالبانو په بندخونې کې وو په تېښته بریالي شوي، خو د دغې سیمې په شاوخوا کې ۱۳ تنه ولسي وګړي هم وژل شوي دي.»

د هرات د ولایتي شورا یو شمېر غړي د دې پېښې د جدي څېړلو غوښتونکي دي.

د هرات د ولایتي شورا غړی سید عظیم کبرزاني وايي:«داعش او طالبان هره ورځ زموږ خلک وژني، خو خواشیني یوو چې بهرني ځواکونه هم زموږ هېوادوال وژني، او دا کار هېڅ توجیه نه لري. حکومت او ولسمشر باید د دې ډول پېښو مخه ونیسي.»

په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو په اړه په داسې حال کې رپوټونه خپرېږي چې د افغانستان د جګړې په هکله د امریکا د نوې تګلارې له مخې د افغان پوځیانو د ملاتړ لپاره به د امریکايي ځواکونو بریدونه زیات شي.

شریک یي کړئ