Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پکتیا کې د طالبانو د برید په پایله کې یو نوی زوم هم شهید شوی

د پکتیا په مرکز ګردیز کې پر امنیه قوماندانۍ د طالبانو د سه شنبې د ورځې په برید کې د وژل شویو کسانو په ډله کې هغه سرتېری هم شامل دی چې له واده یې یوازې دوه اوونۍ تېرېدې.

د طلوع نیوز خبریال د دغه سرتیري له کورنۍ سره خبرې کړې او د هغه پر ژوند یې دغه رپوټ جوړ کړی دی.

د ۲۳ کلن دوران، خپلوان وايي چې د هغه د نکریزو رنګ لا تت شوی نه وه چې د پکتیا پر امنیه قومندانۍ د طالبانو د برید په پایله کې شهید شو. دوران د دغې قومندانۍ یو افسر وه.

د دوران پلار فضل الرحمان هم کلونه پولیس وه، او د دغه شهید شوي ځوان دوه نور ورونه د پولیسو افسر او سرتېري دي.

د دغه شهید شوي سرتېري پلار وویل:«له درې ورځو څخه وروسته کله چې ته، ما ورته وویل چې دوران جانه هره پنجشنبه کور ته مه راځه،ده وویل چې کاکا نور نه راځم.»

بلخوا د دروان ورونه له حکومت څخه غواړي چې په پکتیا کې د سې‎شنبې ورځې برید څرنګوالی په دقیقه توګه وڅېړي.

د دوران یو ورور نیرون وویل:«زه تر دې کچې ځواکمن هوډ لرو چې پخوا مې غوښتل یو شخصي کار او بار پيل کړم او له نظام څخه بهر شم، خو اوس مې قسم کړی چې خدمت کوم او تر هغې چې په بدن کې مې وینه وي خپل کار او د ورور د وینې غچ اخیستو ته به مې دوام ورکړة»

د شهید شوي افسر دوران بل ورور محمد یاسین هم څرګنده کړه:«باید داسې پوځي تګلاره جوړه شي چې په هېواد کې داسې خونړي بریدونه تکرار نه‎شي.»

دوران د هغو ځوانانو یوه بېلګه ده چې نوی ژوند یې پیل کړی وه، خو وروستیو تاوتریخوالو د داشان ډېرو ځوانانو ژوند ته د پای ټکی ایښی.

شریک یي کړئ