د کورنیو چارو وزارت نن شنبې (د تلې پر ۲۹ مه) په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د حقاني شبکې ۲۵ غړي وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه پوځي عملیات تېره ورځ د ګیان ولسوالۍ په تندي هوټل او ولیواس سیمو کې په لاره اچول شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په دغو پوځي عملیاتو کې د حقاني شبکې ۳۰ تنه نور غړي ټيپان شوي او یوه ډېره اندازه وسلې یې هم ویجاړې شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي چې په دغو عملیاتو کې د هېواد امنیتي ځواکونو او د سیمې اوسېدونکو ته زیان نه دی رسېدلی.
حقانې شبکې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.