Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې دوه معلول ماشومان د خپلې کورنۍ لخوا پرېښودل شوي

هغه دوه خور او ورور چې د مور او پلار له خوا یې په کابل کې پرېښودل شوي دي له اتو میاشتو راهیسې په دوو بېلابېلو روزنتونونو کې ساتل کېږي.

دیارلس کلنه شهناز وايي دوی د خپلې کورنۍ لخوا له تخاره کابل ته تر رسیدو وروسته خوشې شول.

اخوا د یوولس کلن پرویز رواني حالت د اندیښنې وړ بلل شوی.

یوولس کلن پرویز معلول دی، هغه اته میاشتې مخکې له خپلې دیارلس کلنې خور سره چې هغه هم معلوله ده د کابل پنځمې حوزې په یوه رستورانت کې پریښودل شوي و. پرویز اوس په روزنتون کې ساتل کیږي.

په خپله کورنۍ پسې د پرویز خفه کیدو د نوموړي رواني وضعیت ته هم زیان رسولی دی.

د پرویز خور شهناز چې له خپل ورور څخه دوه کاله لویه ده د هغه په پرتله یې رواني وضعیت ښه دی.

شهناز د کابل په بله برخه کې په یوه روزنتون کې ساتل کیږي.

دغه نجلۍ له هر چا غواړي چې په تخار کې یې خپل پلار او مور ته ورولي.

روښانه نه ده چې ولې یوه پلار او مور خپل بچیان چې په دواړو پښو معلول دي اته میاشتې مخکې د کابل په پنځمه حوزه کې یوه میلمستون ته نږدې پرې ایښي او دوي ترې تللي دي.

دیارلس کلنه شهناز وايي دا او ورور یې پروېز د خپلې کورنۍ لخوا له تخاره کابل ته تر رسیدو وروسته خوشې شول.

شریک یي کړئ