Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کابل کې د هوا د ګرمېدو په اړه لومړنۍ غونډه

په کابل کې د هوايي د ګرمېدو په اړه لومړنۍ غونډه جوړېږي ترڅو هغه ننګونې چې افغانستان به ور سره مخامخ وي، وڅېړل شي.

افغانستان  د هغو څوارلسو هېوادونو په ډله کې دی، چې د ځمکې د تودېدو له کبله ورته زیان رسېږي.

د چاپیریال ساتنې په برخه کې د ولسمشر سلاکار وایي، له دې ګواښ سره سره، افغانستان د دغه زیان مخنیوي په برخه کې تراوسه څه نه دي کړي.

بل لورې د چاپیریال ساتنې د چارو شنوونکي وایي، په هېواد کې غرني یخچالونه په ویلو کې دي او دا کار به، پر کرنې منفي اغېز پرېږدي.

په دغه بحث کې اوبه او کرنیزې چارې تر ډېره زیانمنې بلل کېږي.

د اقلیم د بدلون په وړاندې د نن ورځې د کړنې د دفتر رییس عظیم دوستي په دې اړه وايي:«د ځمکې د ګرمېدو د پایلو په ګوته کول پر بېلابېلو ستکټورونو لکه، کرنه، اوبه، روغتیا، ځنګله، څرځایونو، انرژۍ او نورې هغه برخې چې تر اغېزې لاندې راځي، هر اړخېزې همکارۍ او ګډون ته اړتیا لري.»

په دغې غونډه کې د چاپيریال ساتنې په چارو کې د ولسمشر سلاکار په دغه ناسته کې وايي چې اړونده ادارې پر افغانستان د ځمکې د تودوخې د اغېزو د کمولو لپاره کوم پروګرام نه‎لري.

د چاپېریال ساتنې په برخه کې د ولسمشر سلاکار عباس بصیر وویل:«د دغو ارګانونو پاملرنه دغو سرچینو ته ډېره کمه ده ظرفیت ته په کتو سره دوی ونه توانېدل چې مرستې جلب کړي.»

له دې سره سره د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مرستیال وايي دغې ادارې په دې برخه کې یو لړ کارونه کړي خو باید نور بنسټونه هم په دې اړه همکاري وکړي.

د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال عبدالولي مدقق څرګنده کړه:«وروستۍ دوره چې د جیف اوه دوره ده، اوس پر هغې کارونه جریان لري هغه ونډه چې افغانستان ته ټاکلي مخکې له مخکې موږ خپلې طرحې او پروګرامونه لرو.»

د ترسره شویو څېړنو له مخې افغانستان په هغو څوارلسو هېوادونو کې دی چې د ځمکې له تودوخې سخت زیانمن شوی، له دې جملې د افغانستان اوبه، غنم، وریجې او سویا تر ډېره د هوا د تودوخې له زیانونو سره مخامخ دي.

شریک یي کړئ