Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کورنیو چارو وزارت کې فساد؛ برمک وايي سمونو ته اړتیا ده

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک وایي، د دې وزارت اسناد او مالومات خوندي نه دي او کله کله د داسې کسانو لاس ته ورځي، چې له دغه وزارت سره تړاو نه‎لري.

ښاغلي برمک د افسرانو په یوې فراغت غونډه کې وویل، چې د تدارکاتو په برخه کې فساد شته او په دې برخه کې بد اصلاحاتو پر راوستو ټینګار کوي.

په ورته وخت کې هغه د پولیسو د ځینو واحدونو له خوا د تېلو د لګښت نه روښانتیا د پوښتنې وړ وبلله.

د ملي پولیسو هغو منسوبینو چې شپږ میاشتنۍ ښونیزه دورې بشپړه کړې د فارغت سندونه ترلاسه کړل.

په دې مراسمو کې د کورنیو چارو سرپرست د قانون پرپلي کولو ټينګار کوي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر ویس احمد برمک وویل:«د ننه په وزارت کې، د کورنیو چارو وزارت سندونه، دننه په وزارت کې مالومات، محرم دي؛ خو له بده مرغه له وزارت څخه بهر هر څه د کسانو په لاس کې دي او د هغه منسوب په لاس کې چې په خپله په ګټه کې شامل دی، وړاندیز راځي او د وزیر او مرستیال د میز پر سر اېښودل کېږي.»

ښاغلی برمک په دغه وزارت کې له فساد سره مبارزه او د بنسټونو سمون د کار په لومړیتوب کې ګڼي.

هغه زیاته کړه:«تدارکات او د تدارکاتو مدیریت او د وزارت مالي او لوجیتکي مدیریت، همغه د تامیناتو مرستیالي په ټول کې، ټولې تأمیناتي دندې په هغه برخې کې دي، تاسې باور وکړئ هملته د فساد سرچینې دي او هلته باید اصلاحات راوستل شي، باید بدلون راشي موږ بیا لږ تر لږه په تدریجي توګه ولاړ شو او همغه ژمنه چې له فساد سره د مبارزې لپار مې کړي عملي کړم.»

دا په دسې حال کې ده چې د پولیسو ځينو لګښتونه د پوښتنې وړل بلل شوي خو د کورنیو چارو وزارت سرپرست یوځل بیا د دې ننګونې سره پرمبارزه ټینګار کوي.

ښاغلي برمک څرګنده کړه:«همدا د ۲۵ نورو موټرو لګښت چېرته ځي؟ تېل یې چېرته ځي؟مبلایل یې چېرته ځي؟ د دوی نور لګښتونه چېرته ځي؟ سمه ده ایا چلوونکی لري، که نه؟ ښايي چلوونکی هم خیالي وي.»

دغه راز، هغه پولیس چې ښونیزه دوره يې پای ته رسولې د پولیسو لپاره د دغه ډول زده‎کړو د دوام غوښتنه کوي.

د پولیسو افسر توریالي په دې اړه وویل:«د پولیسو په تخنیکي او عملیاتي برخو کې مو مسلکي زده‎کړې وکړې.»

د پولیسو بل افسر عابد هم څرګنده کړه:«د رتبې د لوړېدو لپاره یو کورس وه چې د امریت په برخه کې حسابېږي.»

د افسرانو په دې ښوونیزه دوره کې ۳۸۰ کسانو کډون کړی وه. تراوسه له دغې ښونیزې دورې څخه ۸۵۰۰ کسانو د زده کړو سندونه ترلاسه کړي.

شریک یي کړئ