د کابل، اسلام اباد، بیجنګ او واشنګټن په څلور اړخیزه غونډه کې له پاکستان څخه وغوښتل شول ترڅو هغه ژمنې چې په پخوانیو څلور اړخیزو غونډو کې یې کړې وې عملي کړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي کهچېرې پاکستان خپلې ژمنې عملي نه کړي، د سولې څلور اړخیزه غونډه به بیا وځنډول شي.
په دغې غونډه کې ویل شوي د هغو طالبانو په وړاندې چې سوله نه کوي، باید جګړه دوام وکړي.
په داسې حال کې چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا په پنځې څلور اړخیزې غونډه کې د سولې د عملي کېدو پر نقشې ژمنې شوې وې، د هېواد د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې د دوشنبې ورځې په غونډه کې ګډونوالو د خپلو ژمنوپر پلي کولو ټینګار وکړ.
په څلورمه څلور اړخیزه غونډه کې له پاکستانه غوښتل شوي وو چې وسله وال طالبان دې په څو اوونیو کې د سولې خبرو پر مېز کېنوي ترڅو د سولې د خبرو اترو لومړنی پړاو پیل شي.
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړي د سولې د خبرو اترو پر دوام ټينګار کوي او د افغانستان په وړاندې په خپلو ژمنو کې صادق وي.
دا کابل، اسلام اباد، بیجینګ او واشنګټن ترمنځ شپږمه څلور اړخیزه غونډه ده چې له یو کال ځنډ وروسته د دویم ځل لپاره ترسره شوه.
دغو هېوادونو د اسیا زړه د غونډې په څنډه کې د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړې وې.