Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: غورماچ کې کابو ۸۰ طالب وسله‎وال وژل شوي دي

د فاریاب ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ نښتو کې کابو ۸۰ تنه وسله‎وال وژل شوي او نېږدې ۳۰ نور تپيان دي.

دا چارواکي وايي چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو څلور قومندانان هم شامل دي.

د فاریاب والي ویاند، احمدجاوید بېدار څرګندوي:«د افغان ځواکونو عملیاتو په پایله کې تاسو ته ویلی شم چې کابو اتیا تنه وسله‎والو ووژل شول او په ډلې کې یې څو مشران هم شامل دي.»

په همدې حال کې د مدني ټولنې یو شمېر فعالان په غورماچ ولسوالۍ کې د نا امنیو اصلي لامل د افغان ځواکونو کمښت بولي او له مرکزي حکومت څخه غواړي چې دا ولسوالي ده لویدیځې حوزې پورې وتړي.

د فاریاب ولایت د مدني ټولنې رئیس، سید ذین‎الله عابدي وايي:«له بده مرغه هر لامل چې وه دا ولسوالي یې کابو اوه کاله مخکې فاریاب پورې وتړله، په داسې حال کې چې هم له مرکزه لیري ده او هم له فکري پلوه دا سیمه ډېر توپير لري.»

همداراز د والي ویاند هم څرګندوي لکه څنګه چې غورماچ له بادغیس ولایت څخه بېله او فاریاب پورې ملحق شوه، دولت ته یې د بېرته بېلدو وړاندیز کړی دی.

د والي ویاند وايي زیاتوي:«موږ حکومت ته وړاندیز وکړ چې دا ولسوالي بیرته بادغیس پورې اړوند کړي او که داسې نه کوي نو امنیتي مسایل ده یې ظفر قول اردو ته ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د غورماچ ولسوالۍ درې ورځې مخکې(د زمري۲۱مه) د طالبانو برید په پایله کې د افغان ځواکونو له ولکې ووته.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

چارواکي وايي چې له درېیو ورځو راهیسې د غورماچ ولسوالي په بشپړه توګه نه ده چاڼ شوې او له همدې امله د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس‎په لاس کېږي

شریک یي کړئ