Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چاه‎آب اوسېدونکي نامسوؤلو وسله‎والو په تنګ دي

د تخار ولایت د چاه‎آب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د د جمعې پر ورځ د وژل شویو کسانو له ډلې د یوه تن د جنازې په مراسمو کې له نامسوؤلو وسله‎والو کسانو له فعالیتونو شکایت وکړ او وايي په سیمه کې یې وسله‎وال طالبان نشته، خو د نامسوؤله وسله‎والو په تنګ کړي دي.

دې ولسوالۍ کې په وروستۍ پيښه کې نامسوؤله وسله‎والو د جمعې پر ورځ(د زمري ۲۰مه) پر لمونځ کونکو ډزې وکړې چې له امله یې۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او۳۶ نور ټپيان شول.

د دغې ولسوالۍ اوسیدونکي د حزب اسلامي قوماندان، بشیر په دغه پيښه کې په لاس لرلو تورنوي.

د سیمې اوسېدونکی، ګل احمد څرګندوي:«کله چې موږ غوښتل جومات ته د ننه شو، د بشیر قانت وسله‎والو لخوا جومات محاصره شو او پر موږ یې ډزې وکړې.»

د چاه‎آب بل اوسېدونکی، ملا خالق زیاتوي:«د بشیر قانت کسانو درنې وسلې درلودې، هر څه یې چې درلودل پر خلکو یې ډزې کولې.»

د چاه آب د جومات امام وايي هغه غوښتل د بې عدالتیو او د قوماندان بشیر د کسانو د ناقانونه کړنو په اړه خبرې وکړي چې د نوموړي قوماندان کسانو پر جومات برید وکړ.

په چاه‎آب ولسوالۍ کې خطیب، مولوی محفوظ الله وايي:«بشیر قانت څو ورځې مخکې ماته خبرداری راکړی وه چې خلکو ته لمونځ ورنکړم، ما پولیسو ته وویل، او پر تبلیغ مې پیل وکړ چې د ډزو غږ مې واورېدو، او پر ما برید وشو. زما ګناه دا ده چې د غیر مسوؤلو وسله‎والو کسانو پر ضد مې د عدالت غږ پورته کړی دی.»

له دې مخکې د دې جومات امام د قوماندان بشیرقانت په وړاندې جهاد اعلان کړی و، خو د دغه قوماندان پلویان وايي د جومات دغه ملا حق نلري داسې څرګندونې وکړي.

همداراز د جومات ملا امام او بشیر قانت پلوی، محبوب الله زیاتوي:«باید دا ملا ځواب ورکړي چې که بشیر قانت کافر دی نو باید جزا وویني او که نه نو باید د جومات ملا جزا وګوري.»

د دغې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي د قوماندان بشیر کسان له خلکو سره ناوړه چلند کوي خو دغه قوماندان دا تورنه ردوي.

د حزب اسلامي قومندان، بشیر قانت په دې اړه وايي:«ما دا کار نه دی کړی، هر څوک چې په دې ولسوالۍ کې هر کار کوي زه ګرم یم، زه نه یم خبر او دا پر ما لوی تور دی.»

د تخار د چاه‎آب ولسوالۍ اوسیدونکي وايي له روژې میاشتې وروسته د دې ولسوالۍ کابو نوي اوسیدونکي د نامسوؤله وسله‎والو لخوا وژل شوي دي.

د تیرې پنجشنبې په ورځ هم یوملاامام له هغې وروسته ووژل شو چې په دغه ولسوالۍ کې یې د نامسووله وسله والو د فعالیت خبره وکړه.

د تخار د چاه‎آب ولسوالۍ اوسیدونکي وايي له روژې میاشتې وروسته د دې ولسوالۍ کابو تنه اوسیدونکي د نامسوؤله وسله‎والو لخوا وژل شوي دي

شریک یي کړئ