د پالیتیکو په راپور کې چې تېره ورځ(سېشنې د زمري۳۱مه) خپور شوی راغلي دي، ښايي پر پاکستاني چارواکو له ترهګرو سره د اړیکو لرلو له کبله د امریکا متحده ایالاتونو لخوا بندیزونه ولګول شي.
امریکايي چارواکو ویلي دي چې د واشنګټن نوې تګلارې سره به پر پاکستان فشارونه زیات شي او ښايي پر پاکستاني چارواکو بندیزونه هم په کې شامل وي.
له دې ډلې یوه چارواکي څرګنده کړې ده چې د امریکا او پاکستان اړیکې به نور د پخوا په څېر نه وي، ځکه له ترهګرو د پاکستان د ملاتړ له کبله د واشنګټن حوصله نوره پای ته رسېدلې ده.
په همدې حال کې یو امریکايي چارواکی وايي د امریکا نوې تګلارې سره به پرحقاني ډلې چې د پاکستان له حکومت سره اړیکې لري، نوي بندیزونه ولګول شي.
دا په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړه او د خپلې وینا پر مهال یې وویل چې امریکا باید په افغانستان کې له ترهګرو سره مبارزې ته دوام ورکړي او نور به په پاکستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې چپ پاتې نهشي.
ده همدارازا د افغانستان په جګړه کې د امریکايي ځواکونو د واکونو په اړه وویل:«موږ به امریکايي پوځیانو ته لا ډېر واکونه ورکړو تر څو ترهګر او جنایتکارې ډلې لهمنځه یوسي، هغه ډلې چې په افغانستان کې یې کړکېچ رامنځته کړی دی.»
ټرمپ زیاته کړه چې افغانستان کې یې ماموریت د ترهګرو له منځه وړل دي.
د پالیتیکو په راپور کې راغلي دي چې د امریکا تګلارې له اعلان وروسته مریکايي چارواکو په خبري کنفرانس کې له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې چې له ترهګرۍ سره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
یوه امریکايي چارواکي څرګنده کړې ده:«امریکا واقعاً د پاکستان پر وړاندې اوږده حوصله وکړه. موږ له دوی څخه ګټور څه ونه لیدل.»
د ټرمپ ادارې یو شمېر چارواکو ویلي دي چې افغانستان ته د لا ډېرو سرتېرو لېږد او یا مهالوېش په اړه څه نه دي ویل شوي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال، مایک پنس انبي سي رسنۍ ته ویلي ديک«داسې پرېکړې د شرایطو له مخې کېږي.»
له بلې خوا ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتونو استازې، نیکي هیلې ویلي دي:«مخکې تل د وخت پر اساس وه چې موږ غوښتل څه وخت ووځو، خو اوس به دا پرېکړه د کار پایلو پورې تړاو ولري.»