Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ښایسته افغانې افسانه‎يي پیلوټې د کابل له زده کوونکو سره وکتل

د افغانستان افسانه‎يي پیلوټې ښایسته واعظ په ټوله نړۍ د سفر له دوام څخه وړاندې په کابل کې د خپلې وروستۍ ورځې په لړ کې د پلازمېنې د ښوونځیو د ځینو زده کوونکو سره وکتل.

افغاني توکمه امریکایۍ پېغله واعظ وايي د هغو ستونزو ترڅنګ چې د افغانستان د ښځو په وړاندې دي، په څو وروستیو کلونو کې د دغه هېواد ښځو ته ځینې فرصتونه هم رامنځته شوي او ښځې باید له دغو فرصتونو څخه استفاده وکړي.

ښایسته له افغان زده کوونکو نجونو څخه غواړي چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره باید مبارزه وکړي.

تر اوسه چې ښایستې کوم هېواد ته سفر کړی، زده کوونکو نجونو ته یې ویناوې کړې  هغوی ته یې د مبارزې او خپلو هیلو ته د رسېدو په اړه خبرې کړي دي.

ښایستې په کابل کې د سفیر په درېیمه او وروستۍ ورځ یې له زده کوونکو نجونو سره ولیدل او د هغوی پوښتنو ته یې ځواب ووایه.

افغاني توکمې امریکايۍ پیلوټې ښایسته واعظ وویل:«که‎چېرې داسې دا فرصت درلود چې پیلوټ شئ زه پوهېږم تاسو ټول تللی او درس مو لوست. زه پوهېږم چې تاسې هر یو کولای شئ ستر کارونه ترسره کړئ.»

بل لور د کابل د پوهنې رییس وایي، ښایستې وکړای شول زرګونو نجونو دا جرأت وروبخښي، چې هیلو ته رسېدای شي.

د کابل ښار د پوهنې رییس سید منصور څرګنده کړه:«افغانستان ته د ښایسته واعظ راتلل زموږ د نوي نسل په ځانګړې توګه د نجونو لپاره هیله ورکوونکی دی.په ځانګړې توګه چې تصمیم او اراده چې لري زموږ په ګران هېواد کې یو ښوونځي جوړ او داشان زده کوونکي وروزي.»

ښایسته، چې خپله الوتکه کې پر نړۍ د ګرځېدو لړۍ یې پیل کړې، د چهارشنبې پر ورځ له کابل نه دوبۍ ته لاړه.

ټاکل شوې، ښایسته به هند ته له سفر وروسته؛ اتو نورو هېوادونو ته سفر وکړي او خپل پرواز به په امریکا کې هغه ځای کې پای ته ورسوي، چې ترې یې پیل کړی و.

شریک یي کړئ