Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د امریکا سفیر د نانسي دوپري له کارکړنو ستاینه کړې

په کابل کې د امریکا سفیر، هوګو لارنس د بیانیې په خپرولو سره د افغانستان نامتو څېړونکې، نانسي دوپري له کارکړنو ستاینه کړې ده.

نانسي هیتچ‎دوپري (یکشنبې د وږي۱۹مه) کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله له نړۍ سترګې پټې کړې دي.

ښاغلي لارنس په دې اړه ویلي دي:«موږ د نانسي دوپري د مړینې خبر له اورېدو وروسته ډېر خفه شوو، نوموړې د امریکا ټولنې څخه د یوې کلکې ستنې په توګه د لسیزو لپاره وه. د دې هېواد فرهنګ او تاریخ لپاره د نوموړې مینه به د تل لپاره یاده شي.»

د امریکا سفیر وايي چې د ۱۹۶۲ کال راهیسې د ا فغانستان تاریخ او فرهنګ ساتنې په موخه هڅې له دې هېواد سره د هغې مینې ژورتیا ښیې چې راتلونکي نسلونه به یې په نیکۍ یاد کړي.

په همدې حال کې ولسمشر غني هم د مېرمن دوپري له دې نړۍ څخه تلل لویه تشه بللې ده او په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده. اجرائیه رئیس، عبدالله عبدالله هم ویلي دي چې خلک به د مېرمن دوپري کارکړنې هېرې نه کړي.

مېرمن دوپري کابل کې د افغانستان څېړنې مرکز مشري کوله.

د دې مرکز لخوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې مېرمن دوپري د افغانستان تاریخ لرغوني‎والي پېژندنې شخصیت یک‎شنبې سهار کابو درې بجې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

په بیانیه کې راغلي دي چې مېرمن دوپري ۵۵ کاله خپل عمر د افغانتسان تاریخي میراث ساتنې په موخه تېر کړل.

مېرمن دوپري په ۱۹۴۱ کال کې کابل ته راغلي  او ۱۵کاله وروسته یې له خپل خاوند، لویس دوپري سره د افغانتسان په اړه خپلې څېړنې پیل کړې او ډېرو ولایتونو ته یې سفر وکړ.

نوموړې پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل پرمهال د نورو افغانانو په څېر پېښور ته ولاړه.

دوپري د افغانستان په اړه ډېرې مقالې په ځانګړې توګه د ښځو په اړه لیکلي او همداراز د افغانستان په اړه یې پنځه کتابونه هم لیکلي دي. 

نانسي دوپري د افغانستان په اړه په لسګونه مقالې لیکلې ده، نوموړې په ۱۳۸۵ هجري لمریز کال کې په کابل پوهنتون کې د افغانستان د اطلاعاتو مرکز جوړ کړ چې په هغې کې د افغانستان څه د پاسه ۱۵۰ زره تاریخي سندونه شته.

د دغه مرکز مسوولین وايي نوموړې لس زره قطعې عکسونه چې په تیرو پنځو لسیزو کې یې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې له خپل خاوند سره اخیستي و د افغانستان د مالوماتو مرکز ته ډالۍ کړل.

د میرمن نانسي همکاران وايي نوموړې پر افغانستان مینه وه او آن د ژوند په وروستیو ورځو کې یې چې د ناروغۍ په بستر کې پرته وه د افغانستان د تاریخ په اړه یې څیړنه او لیکل کول.

میرمن نانسي د افغانستان د کلتور او تاریخ په برخو کې د فعالیتونو له امله څو ځله ستایل شوې ده. نوموړې په لندن کې د اسیا د چارو د سلطنتي ټولنې لخوا جایزه، د اسکون بنسټ لخوا د کال د ترټولو ښې خوندیځ برابرونکې غوره جایزه او همداراز د جغرافیه پوهو میرمنو د ټولنې جایزه ترلاسه کړه.

نانسي دوپري د افغانستان په اړه په لسګونه مقالې لیکلې ده، نوموړې په ۱۳۸۵ هجري لمریز کال کې په کابل پوهنتون کې د افغانستان د اطلاعاتو مرکز جوړ کړ

شریک یي کړئ