د کابل د پولیسو چارواکو د سېشنبې پر ماښام (د تلې پر ۲۵ مه) د دې پخلی کړی چې په کابل ښار کې د پولیسو پر پوستې د درې لاسي بمونو د اچولو په پایله کې یو تن شهید او ۳ تنه پولیس ټپيان شوي دي.
چارواکو زیاته کړه چې دغه پېښه د کابل د پُل باغ عمومي په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې ناپېژانده وسلهوالو د پولیسو پر پوستې لاسي بمونه ګوذار کړل.
چارواکي زیاتوي چې د دغې پېښې د ټپيانو روغتیايي وضعیت ښه دی او پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړی دي.
ویل کېږي چې تراوسه هېڅوک د دغې پېښې په تړاو نه دی نیول شوي.
د طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.