د کابل ښار په کوټې سنګي سیمه کې د امنیتي ځواکونو د یوې پوستې پروړاندې د څلورو لاسي بمونو د غورځولو په پایله کې اوه تنه ټپیان شوي دي.
دغه پېښه تېر ماښام سېشنبې( د زمري۳۱مه) شوې ده.
عیني شاهدان وایي چې د پيښې ډېری ټپيان ملکي کسان دي.
د کابل پولیسو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او روښانه نه ده چې دا بمونو د چا له خوا غورځول شوي دي.
تر اوسه د برید مسوؤلیت هم چا پرغاړه نه دی اخیستی.