په کابل کې ښار کې تېره شپه د یوې کورنۍ اووه غړي په خپل کور کې وژل شوي دي.
پېښه (یکشنبې د غبرګولي په ۵مه نېټه) د کابل په کارتې سخې سیمه کې شوې ده.
د وژل شوې کورنۍ خپلوان وايي یو شمېر وسلهوال د شپې مهال کورته د ننه شوي او د دوو نارینه، دوو ماشومانو او دریوو ښځو په ګډون یې ۷تنه وژلي دي.
دوی همداراز وايي وژونکو لویان په ډزو او ماشومان ځندۍ کړې دي.
په دې پېښه کې دوه تنه نور ټپيان دي.
د وژل شویو خپلوان وايي یوه وژل شوې ښځه امیندواره وه چې په نس کې یې ماشوم هم له منځه تللی دی.
د پېښې لامل تر اوسه نه دی څرګند.