سوځل شوي نشه يي توکي په تېر یوه کال کې د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو له خوا د عملیاتو په ترڅ کې ضبط شوي وو.
د نشهيي توکو ډېری دغه بستې په پلازمېني کې له نشهیي توکو سره د مبارزې د پولیسو په عملیاتو کې ترلاسه شوې دي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په دې اړه وویل:«یوه ډېره ښه او ډېره ګټوره او ګډه ډله دلته کار کوي او دا کولای شي د نورو برخو لپاره یوه بېلګه وي. او د کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ ترمنځ ګډې همکاري وي.»
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالخلیل بختیار په ډاګه کړه:«نشهيي توکي په ناامنۍ، فساد او بې ثباتۍ کې ريښه لري او د نړیوالې ترهګرۍ اصلي سرچینه بلل کېږي.»
د کورنیو چارو وزارت وايي د دغو نشهيي توکو د قاچاق په تړاو څه د پاسه ۵۵۰ تنه نیول شوي چې له هغې جملې ۲۴ یې مېرمنې دي.