Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل چاودني مړینې شمېر۳۶تنو ته ورسيد

د کابل درېیمې حوزې ځانمرګي برید کې ۳۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي دي چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د کابل درېیمې حوزې په سرکاریز سیمه کې چاودنه ورکړې ده.

خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې دې پېښه کې درې موټر او ۱۵ دکانونو ته زیان رسېدلی دی.

شاهدان زیاتوي چې چاودنه سهار۶:۴۵ دقیقې( نن دوشنبې د زمري۲مه) په دواخانې ګولایې کې د زاول پوهنتون ته نېږدې وه.

د پیښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي، خو خبرپاڼې یې د حالت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

په همدې حال کې د کانونو وزارت تائیدوي چې د پېښې په سیمه کې د دې وزارت د کارکونکو د سورلۍ موټر هم زیان لیدلی او یو شمېر کارکونکي یې په قربانیانو کې شامل دي.

د برید مسوؤلیت طالبانو منلی دی.

د کابل چاودني مړینې شمېر۳۶تنو ته ورسيد

نن سهار کابو ۷ بجې د کابل په شپږمه حوزه کې چاودنه شوې ده، یوه سرچینه وايي چې د برید موخه نن ورځ د روشنايي خوځښت لاریون وه چې ترسره نشو

شریک یي کړئ