Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

که‎چېرې افغانستان امن وای دغه هېواد کې به ژوند څه ډول رنګ درلود؟

ایا د یوه هېواد د امنیت د ټینګښت یوازې د حکومتونو پر غاړه دی یا خلک هم په دې درشل کې ونډه لري؟

د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ له پاکستان سره سرحد لري او امنیتي حالت یې ښه دی. په دې ولسوالۍ کې خلک پرته له تاوتریخوالو ژوند کوي.

د طلوع نیوز خبریال تمیم حمید چې دغه ولسوالۍ ته تللی، د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي.

د افغانستان په سوېل ختیځ خوست ولایت کې د شپې په اوو بجو له خپلو همکارانو سره، د سمیه‎ییز همکار د یوه ملګري مېلمانه یوو او د شپې ډوډۍ مو د امنیت له خوند سره د افغانستان په یوې لیرې پرتې سیمې کې وخوړه.

له هغې وروسته، زموږ د همکار دغه ملګري، موږ یې د ځاځي میدان واټونو ته بوتلو ترڅو له دغه ولسوالۍ څخه رپوټ چمتو کړو.

د هېواد نورو لېرو پرتو سیمو پر خلاف چې د ناامنۍ ګواښ په‎کې وي، دلته په شپه کې هم خلک په عادي توګه ژوند کوي.

زه له رسمي جامو (پټلون او بلوز) سره چې په پلازمېنه کې معمولې دي دلته راغلی یم ښايي همدا د دې لامل شوی وي چې ځينو کسانو، زما د راتلو په اړه امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړی وي او دغه ځواکونه، د پېژندنې لپاره له ما څخه ځینې پوښتنې کوي.

په ځاځۍ میدان کې، د شپې پر مهال خلک، د امنیتي ځواکونو پر مټ، په ډاډه زړه تګ راتګ کوي... که په هر چا شکمنېږي، پوښتنه ترې کوي.

د دغې ولسوالۍ لوستي ځوانان چې له موږ سره د مرکې لپاره ډېر لېواله دي، او حتا د کمرې په وړاندې هم د یو بل لاسونه نه پرېږدي او په یو ډول خپل یووالی ښيي.

یو له دغو ځوانانو چې د اقتصاد زده‎کړیال دی وايي:«ټول قومونه باید له حکومت سره همغږي وي، له حکومت څخه ملاتړ وکړي او د یو بل ترڅنګ ولاړ وي.»

عبدالملک چې انجنیري یې لوستې وویل چې د هغوی ولسوالۍ د ګرځندویۍ پر ځای بدله شوې هغه زیاته کړه:«د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکو د ټول افغانستان لپاره کار کړی، ځکه اوس ټول له هر ځایه دلته راځي او دغه ولسوالۍ، د ګرځندویۍ پر سیمه بدله شوې.»

د ځاځي میدان په ولسوالۍ کې شاوخوا ۷۰ زره کسان دي. ۲۰ کلن اکبر علي خان د ولسوالۍ په بازار کې کار کوي.

هغه وایي نورو همزولو سره یې کلونه؛ له تاوتریخوالي او ناخوالو لیرې وو، او تل به دا پوښتنه ورسره وه، چې ولې د نورو سیمو اوسېدونکي د غوره راتلونکې لپاره کار نه کوي.

اکبر علي خان زیاته کړه:«په افغانستان کې تاوتریخوالي او ناخوالې ډېرې دي او موږ تل د ټلوېزیونونو له لارې وینو او یا له خلکو اورو، خو په دې نېږدیو کې موږ د کومې ستونزې شاهد نه وو.»

هغه بیرغ چې ترې لاندې یې، د هېواد په بېلابېل سیمو کې دولتي ځواکونه قرباني ورکوي، دې ځای کې یې، د خلکو بېلابېلو مراسمو ته ښکلا ورکړې.

عابدالله عابد چې په دغه بازار کې د یوې هټۍ څېښتن دی، په شپه کې خپلې پلورنې کیسه کوي:«د شپې مراسم وي، ودونه وي، او تول راځي او له ما څخه ګلان او نور څیزونه پېري.»

هغه مراسم چې په ډاډه زره، ډېری کسان جذبوي، او زموږ په څېر کسانو ته چې دې ولسوالۍ ته تازه ورغلي  وي، د افغانستان بله څېرې ښيي.

شریک یي کړئ