د هېواد په شمال کې د پوځ چارواکي وايي چې تېره شپه د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۲۸طالب وسلهوال وژل شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د رسنیو دفتر ویاند، جګړن نصرتالله جمشیدي نن(سېشنبې د زمري۳مه) وايي چې د هوايي برید په پایله کې ۶ تنه نور وسلهوال ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو ۷تنه قومندانان هم شامل دي.
په همدې حال کې د فاریاب امنیه قومندانۍ ویاند، عبدالکریم یورش څرګندوي چې ډېر ژر به د یاد ولایت کوهستان ولسوالۍ نیونې په موخه پراخ پوځي عملیات پیل شي.
د فاریاب ولایت امنیتي چارواکو د یکشنبې پر ورځ وویل چې د کوهستان ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاسته لوېدلی دی.
په همدې حال کې د فاریاب ولایت امنیتي چارواکو په دې ولسوالۍ کې د ۶۰ تنه افغان سرتېرو د کلابندۍ خبر هم ورکړی وه.