د ولسمشر لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم زوی، یارمحمد دوستم په جوزجان ولایت کې د ګارنیزیون قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
دیاد ولایت امنیه قومندان، رحمتالله ترکستاني څرګندوي چې د جوزجان ولایت په امنیتي ناسته کې پرېکړه وشوه تر څو د جنرال دوستم مشر زوی په دې دنده وګمارل شي.
دی زیاتوي چې د ګارنیزیون په تشکیل کې سل تنه د ملي پولیسو، ملي اردو، عامه نظم او د لومړي مرستیال ساتونکي شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د شبرغان ښار امینت د هغو سرتېرو لخوا تامین کېږي چې د ګارنیزیون په چوکاټ کې تازه ګمارل شوي دي.
سره له دې د جوزجان ولایت یو شمېر ولسوالۍ له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي، اوسمهال په اقچې، مرادیان، فیض آباد ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ خال خال نښتې کېږي.
د شبرغان اوسېدونکي هیله څرګندوي چې د ګارنیزیون رامنځته کېدو سره د جوزجان ـ بلخ، جوزجانـسرپل او جوزجانـفاریاب لویو لارو امنیت ټینګ شي.