د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو په کابل او غور ولایتونو کې پر جوماتونو او لمونځ کوونکو برید په کلکه غندي.
په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۹کسان مړه او ۶۰ نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي یاماموتو، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي مشر هم دی وویل: ” پر خلکو د لمانځه پر مهال دا ظالمانه او بې مفهومه بریدونه جنایت دی. او د دې پېښو عاملین باید محاکمه شي. “
د کابل په امام زمان جومات کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۵۰ کسان ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل. ټول قربانیان ملکي وګړي وو.
د داعش د خراستان څانګې د پېښې پړه منلې. د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ د خوجه ګان په کلي کې دولت پلوی وسله وال قومندان او د هغه کسان په نښه شوي، چې په ترڅ کې یې ۹ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي. د دې پیښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.
دا پېښه په جوماتونو، په تېره بیا د شیعه ګانو پر مذهبي ځایونو د بریدونو د لړۍ وروستۍ پېښه ده.
د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما وروستی درې میاشتنی راپور ښیې چې، د ۲۰۱۷ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د هغو بریدونو له امله چې، شیعه مذهبي وګړي یې په جوماتونو او مذهبي ځایونو کې په نښه کړي، ۲۷۸ کسانو ته مرګ ژوبله ) ۸۴ مړه او ۱۹۴ ټپیان( اوښتې.
نړیوال بشرپاله قوانین د عبادت ځایونو په ګډون پر ملکي وګړو او د دوی پرملکیت بریدونه منع کوي او پر ښکېلو اړخونو مسوولیت ږدي، تر څو د مذهبي چارو تر سره کولو لپاره زمینه برابره کړي.
یوناما د قربانیانو کورنیو سره غمرازي کوي او ټپیانو ته عاجله روغتیا غواړي.