په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي(یوناما) د خبرپاڼې په خپرولو سره په پکتیکا کې د پنجشنبې ورځې برید غندي چې په ترڅ کې یې ۱۲ ملکي کسان ووژل شول.
یوناما په هېواد کې د ملکي کسانو له په نښه کولو اندیښنه څرګندوي او له ښکیلو خواوو غواړي چې د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه وکړي.
د یادې ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له دولسو وژل شویو کسانو څخه اته تنه یې هغه ماشومان دي چې له ښوونځي څخه کور ته پر لاره وو.
د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ(د سلواغې۲۸مه) واټ ته څېرمه خښ شوي ماین چاودنې له امله د ۸ ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول او۴ نور ټپيان شول.
د پکتیکا امنیه قومندان وویل چې پېښه هغهمهال شوې چې د زدهکوونکو موټر د سړک غاړې پر ماین وربرابر شو. تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې له زیاتیدو اندیښنه ښودلې وه.