Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۲۰۹ شاهین قول اردو معرفي چې د برید موخه وګرځېده

۲۰۹ شاهین قول اردو د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې د نهو ولایتونو د امنیت د ساتلو مسؤولیت لري،چې دغه ولایتونو په یوه وروستي کال کې د مخالفو وسله‎والو د ډېر فعالیت شاهد وو.

د شاهین قول اردو له جوړېدو څه باندې دولس کاله تېرېږي خو دا لومړی ځل دی چې تر برید لاندې راځي.

 تر دې وړاندې یوه کس له جعلي سندونو سره د دغه قول اردو له زغروالو موټرو او چورلکو کار اخیستی وو.

د دوه سوه او نه شاهین قول اردود په ۱۳۸۳ کال کې په بلخ ولایت کې جوړه شوه او د نهو شمالي ولایتونو د امنیت ټینګښت او له ترهګرو سره مبارزه یې په غاړه ده.

۲۰۹ شاهین قول اردو د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې موقعیت لري او کابو ۳۰ زره پوځیان د دغه مرکز په چوکاټ کې د ۱۱۴ ولسوالیو امنیت په بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل، سمنګان، کندز، تخار، بدخشان او بغلان کې ټینګوي.

د ولسي جرګې غړي محمد عبده وویل:«د ۲۰۹ شاهین قول اردو  د هېواد د ۹ ولایتونو د امنیت د ټینګښت ستون فقرات دی.دوی دي چې کولای شي د مخالفو وسله‎والو مخه ډب کړي او امنیتي ځواکونو ته روحیه ورکړي.»

دې قول اردو ته د دولت د وسله والو مخالفانو ورننوتل، د څو نورو ولایتونو د امنیت لپاره د خطر زنګ بلل کېږي.

پخواني پوځي میرزامحمد یارمند په دې اړه څرګنده کړه:«دغه قول اردو د فاریاب،بدخشان مسؤولیت لري،موږ او تاسې شاهد وو چې په دغو برخو کې امنیتي ځواکونو دښمن ته کلک ګوزارونه ورکړي،له همدې امله هغوی په نښه شول.»

۲۰۹ شاهین قول اردو تر ادارې لاندې سیمې ډېری د طالبانو د فعالیت شاهدې دي، اوس‎مهال طالبان په فاریاب، سرپل، کندز، بدخشان او تخار ولایتونو کې پراخ فعالیت لري او همداراز د څو ولسوالیو ولکه په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي:«د ۲۰۹ شاهین قول اردو په افغانستان کې زموږ یوه له مهمو قول اردوګانو څخه ده چې په ۱۵ کلونو کې یې ښه دنده ترسره کړې ده.»

د پوځ ځواکونو په تېرو میاشتو کې د ۲۰۹ شاهین قول رادو په اړونده سیمه کې د ترهګرو په وړاندې د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنې هم لرلي دي.

 د هېواد پوځیانو تېره اوونې د بغلان ولایت لپاره د طالبانو تش په نوم والي او ۳۰ تنه نور طالبان ووژل، خو دغو مخالفانو په ځلونو وکړای شول چې په دې سیمو کې امنیت وګواښي.

شریک یي کړئ