د نورستان والي جماالدین بدر وویل چې د برګمټال ولسوالي یې د یکشنبې په شپه بیرته نیولې ده

هغه وویل چې په پیل شویو عملیاتو کې چې تیره شپه پیل شوي و طالبان یې د دې ولسوالي څخه بیرته و ویستل.

د برګمټال ولسوالي وروسته تر دې چې ۷۰۰ افغان او پاکستاني طالبانو پرې برید وکړ د دولت له ولکې څخه و وته.

تر دې دمه د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د نورستان والي د یکشنبې په ورځ طلوع نیوز ته وویل چې دوی د جنګي وسایلو د نه شتون او د ملکي وګړو د تلفاتو له امله له دې ولسوالي څخه شاته ولاړل، خو طالبانو د دې ولسوالي له نیول کیدو څخه وروسته د سیمې د یو شمیر اوسیدونکو کورونه وسوځول.

همدارنګه ولسمشر کرزي امر کړی دی چې د نورستان د امنیتی وضعې د ښه والي لپاره دې دې ولایت ته د پولیسو ډیر ځواکونه واستول شي.

په تیرو دوه میاشتو کې څو ځلې طالبانو په دې ولسوالي برید وکړ او دوه ځله یې یاده شوې ولسوالي ونیوله.

همدارنګه تیره شپه د نورستان ولایت په خیتځه ولسوالي وایګل کې د پولیسو په یوه پوسته د طالبانو په برید کې پنځه پولیس ټپیان شول.

د پولیسو قومندان طلوع نیوز ته وویل چې د طالبانو یوې ډلې په ېد پوسته برید وکړ چې په ترڅ کې یې دوه طالبان و وژل شول او یو تن بل ټپي شو.

Nighty News Bulletin

رایه ورکړی

Will Taliban return to Afghanistan?