
دا راپور ليكي د دې سره سره چې پاكستان هركال له ترهګري سره د مبارزې لپاره له وشانګټن څخه يو ميليارد دالره مرسته لاس ته راوړي خو د دې هيواد استخباراتي سازمان په افغانستان كې له ترهګري سره مرسته كوي.
دا راپور چې د ويكي ليكس په نوم د يو يوې انټرنيټي پاڼې لخوا خپره شوې وايي چې پاكستان د څارګرې ادارې غړيو ته اجازه وركوي چې له طالب مشرانو سره په سمتقيمه توګه وګوري.او د امريكايي او نورو په وړاندې چې په افغانستان كې په جګړه بوخت دي د بريدونو طرحه وړاندې كړي.
د دې معلوماتو ډيرى برخه چې لاس ته راوړل شوې ده د هغو منابعو څخه چې پاكستان د افغانستان دښمن بولي او دوى په خپله له استخباراتو سره تړاو لري ده.
د دې راپور منابع له هغو منابعو سره تړاو لري چې با اعتباره بلل شوي دي.
د كابل له ناستې څخه څو ورځې وړاندې د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري كلينټن پاكستان ته د سفر په ترڅ كې له دې هيواد سره د ۵۰۰ ميليونه دالرو مرستې اعلان وكړ. او امريكا او پاكستان يې د ګډ هدف ملګري وبلل.
په همدې ترڅ كې د پاكستان پوځي چارواكو دا راپورونه رد كړي دي او ويلي يې دي چې دوى څو كاله وړاندې له دې ډلې سره اړيكې پرې كړي دي.