د افغانستان د ملي امنيت مشاور په يوه خبرپاڼه كې راغلي دي چې د دولت د متحدينو د ترهګري په وړاندې د بهرنى مرستې، د روزنې د مركز او د پټنځايونو او د سيمې د امنيت د مختل كولو د دوى د هڅه ولو په اړه څه وو نه ويل

په دې خبرپاڼه كې راغلي دي :« په تاسف سره بايد و وايو چې چې زمونږ متحدينو د ترهګري په وړاندې د بهرني ملاتړ د پټنځايونو د تامين د ترهګريزو مركزونو د شتون او د سيمې او نړۍ د امنيت او ټيكاو په وړاندې د دوى دهڅه ونې په وړاندې لازمه پاملرنه ونكړه. »

تيره ورځ د افغانستان د جګړې په اړه د امريكا د ۹۰۰۰۰ مخفي اسنادو افشا كول رنګارنګ غبرګونونه له ځان سره لرل.

خبرپاڼه زياتوي:« د دې اسنادو محتوا داسې څرګندوي چې د افغانستان حكومت د تروريزم په وړاندې په خپله موضوع ګيري او سياسي او پوځي كمبوديو كې په بشپړه توګه پر حقه دى. »

دا خبرپاڼه ليكي چې افغانستان تل ويلي دي چې د ترهګري سره د مبارزې په برخه كې بايد له اصلي ځاى څخه يې پيل وشي او هم د ترهګري له منابعو سره مبارزه وشي.

په دې خبرپاڼه كې راغلي دي چې د داسې كسانو په وړاندې چې دوى له ترهګري څخه د نورو په چارو كې د لاسوهنې او او د نورو په وړاندې ترې كار اخلي د يو متناقض او نا روښانه سياست لرل به ډير فاجعه را ولاړونكې پايلې ولري.چې په تيرو نهو كلونو كې په زرګونو افغانان او د متحدو هيوادونو ډير كسان قرباني واخيستل شي.

خبرپاڼه همدارنګه زياتوي:«هغه څه چې زمونږ د ليدلوري له مخې اهميت لري داده چې تيرو ترخو كړنو څخه د عبرت څه درس اخيستلى شو ترڅو يوڅه ترې زده كړو.تيرې زدكړې داسې ښيي چې بايد د دې ناروښانه او ناسمو سياستونو په وړاندې يو قاطع او روښانه سياست ولرو.نو د دې له لارې كولاى شو بريالي توب ته ورسو.او د دې لارې كولاى شو د ترهګري په وړاندې د افغانستان خلك سره يو موټى كړو. »

دا خبرپاڼه د افغانستان د جګړې په وړاندې د مخفي اسنادو د افشا كولو په غبرګون كې خپره شوې ده.چې په دا ورستيو كې د ويكي لكس په نوم د يو بنسټ لخوا د افغانستان د جګړې په اړه ۹۲۰۰۰ پټ اسناد د رسينو په واك كې وركول شو.

د دې اسنادو افشا كولو ډير غږونه را اوچت كړل او د متحده ايالانو له سخت غبرګون سره مخ شو.

د دې اسنادو ډيرى برخه د افغانستان د جګړې په اړه ده او د افغانستان په اړه يې د ناټو د اسانه كړنو په اړه مواد خپاره كړي دي.

د دې راپور په ځينو برخو كې ليدل كيږي چې د ترهګري ډيرى ملاتړ د پاكستان د څارګرې پوځي ادارې لخوا كيږي.

 


Nighty News Bulletin

رایه ورکړی

Will Taliban return to Afghanistan?