د دې ټلويزون رييس د وزيرانو شورا دا فيصله له تلوار څخه ډكه و بلله او وايي چې دا تصميم د ايران د فشارونو څخه وروسته نيول شوى دى

د وزيرانو شورا د اطلاعاتو وزارت ته امر كړى دى چې د دې تلويزون نشرات دې د دې له امله چې مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي او ملي وحدت ته زيان رسوي تر ثاني تصميم پورې وځنډوي.

د دې تلويزون رييس نجيب الله كابلي وايي چې ګڼې موضع ګيرانې او له ايران سره د ده سياسي مخالفت د دې لامل شوى دى او په دې پريكړه يې بنسټيز رول لري.

همدارنګه د وزيرانو شورا د طلوع تلويزون او يك چينل د بازي بخت د خپرونې د دريدو غوښتنه همكړې ده او ټولو رسنيو ته يې امر كړى دى ترڅو د ديني او ملي دودونو پر خلاف د خپرونو له نشر څخه ډډه وكړي. كنه د دوى د خپرونو د ځنډيدو لامل به شي.

خو يو شمير قانون پوهان د وزيرانو د شورا دا فيصله د قانون پر خلاف بللې ده.

وروسته تر دې چې د نړيوالې ټولنې په مرسته په افغانستان كې نوې اداره رامنځ ته شوه رسنيو په بې سارې توګخ رشد وكړ او دولت هم د رسنيو ازادي د خپلو لاس ته راوړنو څخه بللې ده.

 

Nighty News Bulletin

رایه ورکړی

Will Taliban return to Afghanistan?