
د دې ځواكونو د ادغام د برخې مسول جنرال فليپ جونز د طلوع نيوز سره په يوه ځانګړې مركه كې د سيمه ايزو پوليسو له جوړيدو څخه ملاتړ وكړ او ويې ويل چې د كورنيو چارو وزارت به د دې خلكو كړنې په كلكه وڅاري.
جنرال جونز وويل:« دولت بايد د ادغام په لومړي سركې له وسله والو سره خبرې اترې وكړي د دولت مخاليفن هم خبرو اترو ته تيار ديد بيلګې په ډول د هرات، هلمند او بغلان په ولايتونو كې دوى له دولت سره يو ځاى شوي دي. »
جنرال جونز وويل چې ياد شوې كسان به تر روزنې وروسته د هيواد په ناامنه سيمو كې د كورنيو چارو د وزارت له لوري يو ځاي شي.
جنرال جونز وويل:« سيمه ايز پوليس به د كورنيوچارو وزارت يوه برخه وي،مونږ د افغان دولت له دې پريكړې ملاتړ كوو د كورنيو چارو وزارت د دې ځواكونو لپاره قومندان ټاكي او چارې به يۍ په جدي توګه وڅيړي. »
د ايساف او ناټو ځواكونه په داسې حال كې د ې برنامې څخه ملاتړ كوي چې د شنونكو په اند د دې هيواد وګړي په تيرو وختونو كې د دې ډلو څخه ترخې خاطرې لري.