چهارشنبه ۰۶ زمری ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۵۵
نوشته شده توسط TOLOnews
د چهارشنبې په ورځ سهار مهال د نمیروز په ولایت کې د سړک د غاړې د ماین د چاودنې په ترڅ کې شل تنه وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپیان شوی دي
د نیمروز والي غلام دستګیر آزاد وویل چې یاده شوې پیښه نن سهار هغه مهال رامنځ ته شوه چې د سورلی یو موټر په ښخ شوي ماین وخوت.
دی وايي چې د دې پیښې ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي کوم چې کابل ته په لاره و.
هغه وايي چې د دې پیښې ټپیان کابل او هرات ته لیږدول شوي دي.
د سړک د غاړې ماینونه د وسله والو مخالیفینو له لوري د افغان او بهرنیو ځواکونو د په نښه کولو لپاره کارول کیږي چې ډیری ملکي وګړي پکې له منځه ځي.
دا په داسې حال کې ده چې د هلمند سنګین ولسوالي اوسیدونکو د جمعې په ورځ ادعا کړې وه چې د دوی په یو کور د بهرنیو ځواکونو د یو توغندي د لګیدو له امله ۴۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د عیني شاهدانو په وینا یو شمیر کلیوال د دې لپاره چې خوندي وي یو کور ته یې پناه وړې وه چې راکټ پرې ولګید.
خو ناټو د سنګین ولسوالي د اوسیدونکو دا ادعا رد کړې او وايي چې د جمعې د ورځې د برید په اړه هیڅ شواهد شتون نه لري.
د بخښنې نړیوال سازما په یو رپوټ کې ویلي دي چې د ناټو ځواکونه د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه متناقض رپوټونه وړاندې کوي.
د بخښنې نړیوال سازمان له ناټو څخه وغوښتل چې په دې برخه کې له یو شفاف او روڼې کړنې څخه کار واخلي.