نوشته شده توسط TOLOnews
د لغمان په ولایت کې د باران د اوریدو او سیلاونو د جاري کیدو له امله شپږ تنه مړه شوي دي
د لغمان د والي ویاند ګل رحمان همدرد ویلي دي چې یاد شوی بارانونه تیره ورځ د دې ولایت په علي شنګ، دولت شاه او قرغیو ولسوالي کې شوي دي او تر دې دمه دوام لري.
ښاغلي همدرد طلوع نیوز ته وویل: تر دې دمه مونږ ته د را رسیدلو معلوماتو له مخې شپږ تنه وژل شوي دي.
د ده په وینا په دې سیلاو کې په سلګونو کورونه او په سلګونو جریبه ځمکې خرابې شوي دي.
ویل کیږي چې د سیمې خلکو خپل کورونه پریښي دي.
د ننګرهار په ولایت کې د طلوع نیوز خبریال زیرک فهیم وايي چې نن سهار په ننګر او کنړ ولایتونو کې هم سیلاونه جاري شوي دي.
دوه اونۍ وړاندې د ننګرهار په ولایت کې د سلاونو د جاري کیدو له امله ۱۵۰ کورنۍ زیانمنې شوې او یوه میرمن پکې و وژل شوه.