
يوې پاكستاني الوتكې د چهارشنبې په ورځ د دې هيواد پلازمينې ته نيژدې د اسلام په غونډيو كې په داسې حال كې سقوط وكړ چې ۱۵۰ كسان پكې سپاره و
دا الوتكه چې د اير بلو په شركت پورې اړونده ده نن سهار يې له سويلي ښار څخه الوتنه وكړه وكړه وروسته تر دې چې له هوايي ډګر سره يې اړيكې پرې شوې د اسلام سره نيژدې يې سقوط وكړ.
د پاكستان د هوايي چلند وياندرويټرز ته وويل:« په دې الوتكه كې ۱۴۶ سورلى او ۶ د الوتكې خدمې شتون درلود.مونږ د معلوماتو د راټولولو په لټه كې يو او تر دې دمه يې په اړه څه جزييات نشته. »
يو عيني شاهد وويل چې ده د دفتر له كړكى څخه دغه الوتكه په ډيره كمه ارتفاك كې وليده.
د پاكستان د« آج» تلويزوني شبكې د دې الوتكې انځورونه خپاره كړي دي چې دود ورڅخه پورته كيږي او د ژغورنې د ډلې يوازې يو هليكوپتر سيمې ته رسيدلى دى.
د دې پيښې اصلي لامل تر دې دمه نه دى څرګند شوى.
د ژغورنې ډله د لارو د ستونزمنتوب له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.