
د پاكستان د څارګرې ادارې پخواني چارواكي كرنيل امام د پاكستان حكومت ته ګوتڅنډنه كړې چې كه چيرې د ده د خوشې كيدو په اړه هڅې و نه شي د هيواد ټول سياسي رازونه به بربنډ كړي
د پاكستان د څارګرې ادارې پخواني غړي كرنيل امام په يو ويډيويي كسټ كې چې په اردو ژبه ده ګوتڅنډنه كوي چې كه چيرې د د د خوشې كونې لپاره هڅې ونه شي د افغانستان، هند او روسيي په وړاندې به د پاكستان رازونه بربنډ كړي.
كرنيل امام د څارګرې ادارې د يو بل غړي خواجه خالد سره يو ځاى د پاكستان په سرحد ايالت كې څلور مياشتې وړاندې وتښتول شو.
خالد خواجه دوه مياشتې وروسته تر دې چې د سړي تښتونكو غوښتنې ونه منل شوې و وژل شو او كرنيل امام تر دې دمه په بند كې دى.
کرنل امام، مقام پیشین آی اس آی به حکومت پاکستان هشدار می دهد که اگر برای رهایی وی تلاش صورت نگیرد، رازهای سیاسی این کشور را افشا خواهد کرد.