
د چهارشنبې په ورځ د ملي دفاع په وزارت کې یو لوړپوړي چارواکي وویل چې د ترهګري په وړاندې روانه جګړه چې د سیمې هیوادونه ورسره په جګړه بوخت دي له ګڼو ستونزو سره مخ ده
د دفاع وزارت ویلي دي چې ترهګر مونږ د سیمې هیوادونو او ټولې نړۍ ته یو ګواښ دی او تر هغه چې د ترهګري پټنځایونه له افغانستان څخه د باندې له منځه لاړ نه شي د افغانستان جګړه به دوام ولري.
د دفاع وزارت په افغانستان کې د ترهګرو یوځای کول او تمویلول د سیمې د هیوادونو کار بولي او له افغانستان څخه د باندې د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړو غوښتنه وکړه.
د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل چې له تیرو څلورو کلونو په دې ټينګار کیږي چې باید له افغانستان څخه د باندې د ترهګرو اډې له منځه یو وړل شي.
جنرال عظیمي وویل کړه:« ډاراچونه او ترهګري یوسیمه ایزه او نړیوال تهدید دی که چیرې ریښتونې مرستې په سیمه کې ونه شي دوه مخې لوبه به روانه وي او دا د یوې څاه په څیر ده چې کندونکی یې به یې په خپله پکې ولویږي. »
له بل لوري د ملي دفاع وزارت د ویکي لیکس لخوا خپاره شوي محرمانه اسناد چې د ایران او پاکستان له لوري د طالبانو ملاتړ ته پکې نغوته شوې یو حقیقت بللی دی.
جنرال عظیمي وویل:« د دې اسنادو بربنډولو یوازې مرسته کړې هغه ادعا وې چې وړاندې مو کړې وې، نړۍ او د افغانستان خلک باید پوه شي چې زمونږ ادعاوې ریښتونې دي.»
خو د ایساف ویاند بیا د امریکا د دې محرمانه اسنادو خپریدل محکوم کړل.
د ایاسف ویاند جنرال جوزف بلاتس وویل: «په لومړي سرکې دا اسناد زمونږ کله په مخاطره کې اچوي او یوازې یو شی چې غواړم زیات یې کړم داده چې دا اسناد تر کومه ځایه چې ما لوستي دي یوازې هغو کسانو ته جالب دي چې ورځپاڼې نه ګوري.«