
د پنجشنبې په ورځ د پکتیا په ولایت کې د ناټو ځواکونو په یو کاروان باندې د سړک د غاړې د ماین چاودنه وشوه.
د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون طلوع نیوز ته وویل چې یاده شوې پيښه نن لس بجې د دې ولایت په سټو کنډو کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې د دې ځواکونو کاروان له سیمې څخه د تیریدو په حال کې و.
هغه وویل چې په دې پيښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.
د سړک د غاړې ماینونه ډیری د وسله والو لخوا کارول کیږي چې تل غواړي افغان او بهرني ځواکونه د دې لارې په نښه کړي خو تل یې ډیری قرباني ملکي وګړي وي.