د هرات د انجیل په ولسوالي کې تیره شپه دوه ایټالیوي سرتیري وژل شوي دي

د پولیسو یو افسر چې و یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي طلوع نیوز ته وویل چې یاد شوي کسان د دې ولایت په انجیل ولسوالي کې تیره شپه ۹ بجې وروسته تر دې چې دوی او افغان ځواکونو دوه ماینونه خنثی کړل دریم یې وچاودید چې له امله یې یاد شوي دوه سرتیري و وژل شول.

هغه وویل چې وژل شوي سرتیري ایټالویان دي.

نیژدې ۳۳۰۰ ایټالیوي سرتيري په هرات کې میشت دي.

ایټالیوي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یوې انټرنټي پاڼې د راپور سره سم چې په عراق او افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو تلفات څيړي ویلي دي چې تر دې دمه ۲۶ ایټالیوي سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي.

 

Nighty News Bulletin

رایه ورکړی

Will Taliban return to Afghanistan?