
د غزني د پولیسو قومندان نوروز علي محمودزاده طلوع نیوز ته وویل چې د دې ولایت د لنډي کوټې په سیمه کې د یو خصوصي امنیتي شرکت ۶ ساتونکي وژل شوي دي.
هغه وايي چې یاده شوې پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د دوی موټر د سړک د غاړې په ماین وخوت.
همدارنګه د یو خصوصي امنیتي شرکت د ساتونکو او طالبانو ترمنځ د جګړې په ترڅ کې د شرکت درې ساتونکي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د غزني امنیه قومندان وايي چې یاده شوې پیښه هغه مهال د غزني ښآر د آرزو په سیمه کې رامنځ ته شوه چې طالبانو په سیمه کې د خصوصي شرکت د ساتونکې په یوه تیریدونکې ډلې باندې برېد وکړ.
ویل کیږي چې طالبان د باج اخیستنې لپاره په خصوصي شرکتونو برید کوي.
طالبانو د چهارشنبې په ورځ هم د سړک جوړونې د یو شرکت په ساتونکو باندې برید کړی و چې په پایله کې یې پنځه وسله وال وژل شوي و.