ولسمشر کرزي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې: نړیواله ټولنه دلته د ډار اچونې په وړاندې د جګړې لپاره راغلې، خو دښمن په بل ځای کې دی او دوی اقدام نکوي

ولسمشر کرزي وویل چې د پولې هاخوا د دښمن د پټنځایونو نه په نښه کول په افغانستان کې د بحث وړ په موضوع بدله شوې.

ولسمشر کرزي د نړیوالې ټولنې شتون له ترهګري سره د مبارزې لپاره وباله او وايي چې دا هیوادونه په هیواد کې له ترهګري سره د مبارزې په برخه کې جدي هڅې نه کوي.

ولسمشر کرزي ویلي دي چې دوی د نړیوالې ټولنې په ګډون له پولې څخه ها خوا د ترهګرو د هډو په شتون باندې خبر دي خو د دوی د له منځه وړو لپاره کوم ګام نه اوچتیږي.

ولسمشر کرزي وویل:« دا توان زمونږ متحدین لري خو پوښتنه دلته ده چې دوی ولې اقدام نه کوي او بجث هم دلته دی چې دوی ولې ګام نه پورته کوي، دا یوه پيچلې موضع ده.»

ولسمشر کرزي د افغانستان په اړه د اسنادو خپرول مهم و بلل او وايي چې د دې اسنادو د لاس رسي په اړه یې جدي پلټنې پیل کړي دي.

هغه وویل:« په حقایقو کې چې بربنډ شوي دي د ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو په برخه کې او د تروریزم په وړاندې د جګړې په اړه کوم تغیر نه دی لیدل شوی بلکه د دې د څرنګوالي د ځان او ملک د ساتنې په برخه کې دقیقې څیړنې کوو.»

په داسې حال کې چې خپاره شوي اسناد جوتوي چې پاکستان او ایران د افغانستان په چارو کې له ترهګرو څخه ملاتړ کوي خو ولسمشر کرزی وايي چې له ګاونډیو هیوادونو سره د مرستې په برخه کې به جدي هڅې وکړي.

هغه وویل:«مونږ په دې منطقه کې ژوند کووګاونډیتوب لرو او هغه ته به دوام ورکوو.»

درې ورځې وړاندې د ویکي لیکس په نوم یوه بنسټ د افغانستان د جګړې په اړه نیژدې ۹۰۰۰۰ پټ اسناد خپاره کړل چې د اسامه د شتون په اړه د امریکا معلومات،په افغان او بهرنیو مشرانو د پاکستان د څارګرې ادارې بریدونه او له طالبانو څخه د ایران ملاتړ په اړه پکې معلومات خپاره شوي و.


Nighty News Bulletin

رایه ورکړی

Will Taliban return to Afghanistan?