
د طبيعي حوادثو سره د مبارزې د ادارې مشر عبدالمتين ادراك وويل:« ۳۱ تنه د كاپيسا په ولايت كې، ۱۲تنه په لغمان كې، درې تنه د ننګرهار په ولايت كې او درې نور د كنړ په ولايت كې د سيلاونو له امله وژل شوي دي. »
دا اداره وايي چې كيدى شي ياد شوي تلفات زيات شي.
دا اداره وايي چې د دې پيښې پاتې شونو ته هر يوه ته يې سل زره افغانۍ وركول شوي دي او په پام كې ده چې د نړيوال خوراكي سازمان لخوا دوى ته تر دريو مياشتو پورې خيمې او خوراكي توكي و ويشل شي.
همدارنګه ولسمشر كرزي د دفاع او كورنيو چارو وزارت ته امر كړى دى چې د سيلاو ځپلو سره مرسته وكړي.
ولسمشر كرزي وويل:« هر پيښه چې زمونږ د ملت د درمند كيدو لامل شي مونږ غمجن كوي زه خپل د خواشنيي مراتب ټولو در ديدلو كورنيو ته وړاندې كوم. »
خو له بل لوري ځپل شوې كورنۍ وايي چې له دوى سره شوې مرستې كمې دي.
يو تن اوسيدونكي وويل:« ټولې خيريه او مرسته كونكې موسسي دې كاپيسا ته راشي له نيژدې دې وګوري او دوى سره دې مرسته وكړي. »
مسولين وايي چې په دې سيلاونو كې نيژدې شل تنه مفقود شوي دي دوه كورنه وران شوي دي او نيژدې ۲۰۰ كورونه وران شوي دي.