
يو شمير شنونكي په افغانستان كې د ترهګري په وړاندې د بهرنيو ځواكونو جګړه ناكامه بولي
د افغانستان د دفاع پخواني وزير شهنواز تڼي وويل: « ايتلافي ځواكونو د افغانستان د اوسنو حالاتو په اړه خپلې دندې او ژمنې په بشپړه توګه نه دي عملي كړي. »
شنونكي وايي چې كه امريكا پوهيږي چې اسامه بن لادن په پاكستان كې دى ولې يې نه نيسي.
دا څرګندونې په داسې حال كې كيږي چې د دې څخه وړاندې د امريكا د ګډو ځواكونو قومندان هم ويلي و چې د القاعدې ډلې مشران په پاكستان كې دي او په ځينو حالاتو كې د دې هيواد څارګره اداره ورسره مرسته كوي.
اميرالبحر مايك مولن وويل چې د القاعدې ډلې ډيرى پټنځايونه په پاكستان كې دي.
اميرالبحر مايك مولن وويل: «نه يوازې د القاعدې ډلې او طالبانو مشران په پاكستان كې دي ډيرې نورې ډلې او افراد هم دلته ژوند كوي. زمونږ موخه د دې پټنځايونو له منځه وړل دي.او مونږ به د دوىپټنځايونه او مرسته كونكي له منځه يوسو. »
شنونكي وايي چې نړيوالې ټولنې نه يوازې ترهګري ماتې و نه خوړه بلكه نوره يې هم پراختيا وموندله.