
امریکا د دفاع وزارت وايي چې دوی له اف بي آی څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د جګړې په اړه د ۹۰ زره خپاره شویو اسنادو د څیړنې په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي
د امریکا د دفاع وزیر د پنجشنبې په ورځ په پينټاګون کې په یوه خبري ناسته کې د دې اسنادو خپریدل په جدي توګه خطرناکه وبلل.
هغه وویل:« فکر کوم ښه به دا وي د دې لپاره چې ډاډ من شو په ټولو برخو کې دې څيړنه وشياو د اف بي آی د سازمان مرسته ډيره مهمه ده. »
ښاغلي ګیتس په دې اړه چې ایا دوی به د ویکي لیکس په سایټ باندې چې یاد شوي اسناد یې خپاره کړي تور ولګوي څه و نه ویل.
د امریکا د ګډو ځواکونو قومندان مایک مولن ویلي دي چې د دې اسنادو خپریدا د د ځوانو سرتیرو او یا یو شمیر افغان کورنیو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
مولن وویل:« دوی کیدی شي خپل لاسونه د یو شمیر افغانانو ځوانانو افغان سرتیرو او یا د دوی د کورنیو په وینو سره کړي وي. »
ولسمشر کرزي د پنجشنبې په ورځ دا اسناد ریښتوني ووبلل او په ټينګار یې وویل چې بهرني سرتیري په افغانستان کې په جدي توګه کار نه کوي.