د افغانستان په لویدیځ کې ۵۰ پولیس د بډې اخیستنې او له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور له خپلو دندو څخه لرې شوي دي

د پولیسو چارواکي وايي چې دوی د هران او کندهار د لویې لارې په اوږدو کې د موټر چلونکو څخه پیسې اخیستې.

د افغانستان په لویدیځ کې د پولیسو ۶۰۶ انصار قومنداني آمیر وايي چې یاد شوي پولیس د دې له امله له دندو څخه لرې شول چې له موټرو څخه یې پیسې اخیستې او خلک به درول او دوی به یې هم رنګارنګ بهانې کولې ترڅو پیسې ترې واخلي.

د دې څخه وړاندې یو شمیر موټر چلونکو او سوداګرو هم د دې لارې په اوږدو کې له دوی څخه د پیسو اخیستنو په اړه شکایت کړی و.

د پولیسو د لویدیځ زون قومندان اکرام الدین یاور طلوع نیوز ته وویل:« د څلور پوستو څخه چې خلکو ترې شکایت کاوو په ټولز ډول مو ۵۰ پولیس ترې لرې کړل. »

دا په داسې حال کې ده چې تل پولیس د ناسمو کړنو له امله د نړیوالې ټولنې تر سختو انتقادونو لاندې راغلي دي.

 

Nighty News Bulletin

رایه ورکړی

Will Taliban return to Afghanistan?