دوشنبه ۱۵ وږی ۱۳۸۹ ساعت ۱۶:۳۶
نوشته شده توسط TOLOnews.com
طالبانو ګواښونه کوي چې د ولسي جرګې ټاکنې به ګډي وډې کړي او امنیتي ځواکونه او دټاکنو کارکونکي به تر بريد لاندې راولي
طالبان چې دغه ټاکنې تېرونې او درغلۍ بولي وایي چې د رایي ورکونې مرکزونه به د ټاکنو په ورځ تر خپلو حملو لاندې راولي او افغانانو ته یې ګواښ کړی چې په دغو ټاکنو کې ګډون ونه کړي .
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي:« دغه یواځې د بهرنیو په ګټه ده چې غواړي د دغو پروسو په لاره اچونه خپل شتون په افغانستان کې وساتي او مونږ یقین لرو چې له دې څخه خلک هېچ ګټه نشي پورته کولې نو د دې لپاره مو خلکو ته ویلي چې په کې ګډون ونه کړي».
په داسې حال کې چې دکورنیو چارو وزرات وایي چې دولسې جرګې د ټاکنو لپاره بشپړتیاری لري او هېڅ کوښښ به دټاکنو مانع نه شي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې له نورو امنیتي برخو سره یې دانتخاباتو پرګرام تیارکړی دی او خلک به بې له کومو ستونزو څخه به وکولی شي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري وایي:« ګواښونه شاید وي خو دا په دې مانا نه ده چې پروسه ګډه وډه کیږي او ټاکنې به په لاره نه اچول کیږي. امنیتي پلان د همدې لپاره جوړ شوی دی چې امنیتي ګواښونه له منځه یوسي.
د نا امنیو زیاتوالی ، دنوماندانو او کارکونکو وژنه او دطالبانو ګواښونه دټاکنو د پروسې په خاطر په داسې حال کې رامنځ ته کېږي چې یواځې دولس ورځې د ولسي جرګې ټاکنو ته پاتې دي.