
پرون مازدیګر دنهرین د ولسوالۍ والسوال جوشن پور د بغلان - کندوز پر لویه لار د وسله والو د بريد په ترڅ کې ووژل شو
ښاغلی جوشن پورپرون مازدیکر په پنځو بجو او دېش دقیقو هغه مهال چې له بغلان څخه کندوز ته په لاره و چې د دغه ولایت د جرخشک په سمیه کې له چلونکي سره یې د وسلوالومخلفینو له خوا ووژل شو.
د کورنیو چارو وزرات ویاند زمری بشري وایي چې له دغې پېښې څخه وروسته پولیس سیمې ته ورغلي او دې جګړې په ترڅ کې یو تن له مخالیفینو څخه وژل شوی دی.
تراوسه دطالبانوپه شمول هېڅ ډلې تراوسه د دې پېښې مسولیت پر غاړه نه دې اخیستی.
په دې وروستیو میاشتو کې وسلوال اورپکو څو ځله د هیواد په ګڼو ولایتونو کې ولایتي چارواکې تر خپلو بریدونولاندې راوستي دي.
په دې ورستویو کې کړکېچونه په دغه ولایت کې زیاتې موندلی او وسلوال اورپکو څو څو ځله د پولیسو امنیتي پوستې یې تر خپل بریدونو لاندې راوستي دي .
دا په داسې حال کې دی چې یواځې دوه اونۍ د ولسي جرګې ټاکنو ته پاتې دي دټاکنو خپلواک کمیسون د هیواد په ولایاتو کې د بې امنۍ څخه اندښمن دی او له ۹۳۸ څخه زیات د رای ورکونې مرکزونه تړل شوي دي.